امام مهدي ناصر محمد اليماني
۲۹ - صفر - ۱۴۳۱هـ
۱۳ - فبروري - ۲۰۱۰م
ماښام ۱۱:۴۶
(د ام‌القرى د رسمي تقویم له مخې)
______________




له توانمندو انصارو څخه مو هیله ده چې د حسین بن عمر ملاتړ وکړي..


دالله تعالی په نامه چې ډیرزیات بخښونکی اومهربان دی سلام دې وي پر ټولو الهي استازو، او ټوله ثنا د نړۍ پالونکي الله تعالی لپاره ده.

سلامونه او رحمتونه دې وي پر تاسو ټولو انصارو، او د کمپیوټر لرونکې خونې په کارمندانو اومسئولینو موږ د کمپیوټر مسؤلیت حسین بن عمر ته سپارلی دی چې له خپل لوري هر څوک وغواړي، وټاکي او دندې ور وسپاري. دا کار د هغه مسؤلیت دی.
نو له ټولو مالي توان لرونکو انصارو څخه مو غوښتنه ده چې تر خپله وسه د دې دندې د پلي کېدو لپاره له هغه سره مالي ملاتړ وکړي، او د مرستې په اړه دې شخصاً له حسین بن عمر سره اړیکه ونیسي.
موږ به هیڅکله د کمپیوټرونو د خونې او هلته کارکوونکو لپاره د خیرات یا مالي ملاتړ ځانګړی برخه په ویب‌پاڼه کې پرانه نېزو ځکه چې منافقان به له دې امله پر موږ بد رد وایي، که چیرته موږ د "دامام مهدي منتظر دچینل" لپاره د خیرات یامالي همکارۍ برخه خلاصه کړو نو ناپوهه منافقانو ته به داعتراض لاره خلاصه شي او دوی داخبره هېره کړې ده چې دالله تعالی انبیاو هم تر نصرت او تمکین مخکې له خپلو انصارو څخه د ملاتړ غوښتنه کوله.
د الله تعالی د دې قول په تصدیق
{هَا أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّـهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ ۖ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ ۚ وَاللَّـهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُم ﴿٣٨﴾}
صدق الله العظيم – سورة محمد

او سلام دې وي پرټولو الهي استازیو، او ټوله ثنا د نړۍ د پالونکي الله تعالی لپاره ده.

ستاسو ورور؛ امام مهدي ناصر محمد اليماني.
________________




======== اقتباس =========